IQNA

 د یمن  ولسی حکومت باب المندب سمندری اوبلاره  وتړله

14:49 - June 08, 2026
د خبر لمبر: 3492879
ایکنا –د یمن  د  وسلوالو ځواکونو ویندوي په تل ابیب باندې د توغندوي حملې په اعلانولو سره  ټينګار وکړ، چې  په سره سمندر کې  د صهیونیسټي رژيم لپار  د کشتیو  تګ راتګ په بشپړ ډول ممنوع شو.

 ایکنانیوز د  المسیره له قوله راپور راکړ،  د یمن پوځ باب المندب تنګئ  د صهیونیسټي رژيم پر کشتیو بند کړ.

د یمن د وسلوالو ځواکونو ویندوي  په تل ابیب باندې د توغندوي حملې په اعلانولو سره ټينګار وکړ ، د صهیونیسټي رژيم لپاره په سره سمندر کې  د کشتیو تګ راتګ په بشپړ ممنوع  شوی دی.

جنزال یحیی  سیریع  په یوې اعلامیې کې ووئيل، په ایران،فلسطین،لبنان،عراق او یمن کې  دمقاومت  او جهاد پر چورلیز د امریکائي  صهیونیستي رژیم  له تیریو سره دمقابلې په چوکاټ کې او دغه راز د نوی مینځني ختیځ  په عنوان  سره د  لوی اسرائيلو د پروژې په پلي کیدا باندې  د صهیونیسټي رژيم  له پروژې سره  په مخالفت کې  و دغه راز په لبنان، غزې او ایران کې د پتمنو او قدرمنو ملتونو  او د مونږ د ملت په ضد د امریکائي دښمن  دظالمانه کلابندئ  د ختمولو لپاره  او ورسره ورسره په لبنان،ایراناو غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د تیریو پهځواب   کې او له وحشي دښمن سره   دمقابلې په دوام کې  د یمن وسلوالو  ځواکونو  په تل ابیب کې  داسرائيلي جنایتکار دښمن  په څو حساسو  او پوځي مرکزونو باندې په څو توغندیو سره  حمله وکړه.

 د یمن د انصارالله په رسمي اعلامیې کې  وئیلي دي،  د اسرائيلو کشتئ  له سره سمندر څخه تګ راتګ نشي کولی.

 دباب المندب  د مهمې اوبلارې  اهمیّت  له هرمز تنګي څخه کم نه دی ، له دغې ۲۹کلومیټري مهمې اوبلارې څخه  د نړئ د سمندري  تجارت  کابو دولس فیصدي تګ راتګ  یعني  هره ورځ  کابو ۹ اعشاریه درې میلیون بیرله تیل وړل  کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4356916

 

captcha